Duration 4:22

ننګرهار کې د شهيدانو کلی Hoa Kỳ

82 429 watched
0
0
Published 20 Feb 2020

تېر کال د اکتوبر پر ۱۸مه د ننګرهار هسکې مېنې جودرې کلي په جومات کې چاودنې ۶۴ کسان ووژل او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړل چې ماشومان هم په کې وو. دا پېښه دومره غټه وه چې څو ورځې د رسنیو په سر ټکو کې یادېده خو هېڅ چا یې تر اوسه مسوولیت نه دی منلی. دې زړه بوږنوونکې پېښې د ګڼو کورنیو د ګټې وټې سړي ووژل. زموږ همکاره زمزمه نیازۍ چې دغې سیمې ته ورغلې وه وايي د پېښې دروند پيټى اوس د هغو ٣٥ کونډو پر اوږو دى چې پېښې يې سړي ورووژل.

Category

Show more

Comments - 63